سامسُنګ کمپنۍ خپل ګلکسي اېم۰۲ نومی ځیرک موبایل چې عادي وړتیاوې لري، معرفي کړ. دا په ۲۰۲۱ کال کې د سامسُنګ کمپنۍ لومړی ځیرک موبایل دی. ګلکسي اېم۰۲ کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۴۵۰ ډوله پروسېسر کارول شوی دی. دغه موبایل د ۳ – ۴ ګېګابایټ رم او ۳۲ – ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. کاروونکي د میموري کارت له لارې د فایل ثبتونې وړتیا یو ټېرابایټ ته هم لوړولی شي.
دغه ځیرک موبایل ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري، چې ۱۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي.
شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۱۳ مېګاپکسله اصلي کامره، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپټ سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۵ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري.
د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۲۲ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.