تور مرچ نن سبا په ټوله نړۍ کې په پخلي کې ډېر کارول کېږي او تورو مرچو ته د مسالې ملکه هم ویل کېږي، یانې په خوړو کې د دې استعمال کولی شي چې د خوړو ذایقه خوندوره کړي. تور مرچ له پیړیو راهیسې په خوړو کې کارول کېږي او اوس یې هم د کارولو لړۍ دوام لري. تور مرچ نه یوازې د خوړو ذایقه خوندوره کوي؛ بلکې دا د ځینو ناروغیو مخه هم نیسي. تور مرچ پر ډېری ګټو سربېره، د زړه ناروغیو لپاره هم خورا ګټور دي او د معدې ناروغۍ ستونزو حل کې رغنده رول لوبوي.
د تورو مرچو استعمال مو اشتها فعاله کوي او قبضیت له منځه وړي. په تورو مرچو کې داسې کیمیاوي مواد شته چې د اسهال ناروغۍ په مخنیوي کې ګټور ثابتېږي. تور مرچ عصبي سیستم قوي کوي او د معدې چینجي وژني.
تور مرچ په پورتنیو ګټو سربېره نورې روغتیایي ګټې هم لري، نو له همدې امله کارپوهان سپارښتنه کوي، چې د خوړو په لېست کې مو د تورو مرچو استعمال ور اضافه کړئ، څو مو روغتیا خوندي وي.