منفي فکر او بدبیني معمولاً د پر ځان باور له نشتوالي، بې باورۍ، وېرې او ډېر کله له کینې څخه سرچینه اخلي او که چېرې په همغه لومړیو ورځو کې کنټرول نه شي، پر یو تلپاتې عادت بدلېږي. هغه عادت چې د شخص ټول ژوند تر اغېزې لاندې راولي او منفي فکر لرونکی کس په خپل ماحول کې د منفي ټکو د پیدا کولو په لټه کې وي او غواړي چې په هر اړخ کې یوه نیمګړتیا او عیب کشف کړي. دغه ډول کسان تل مضطرب او د وېرې په حال کې دي. هېڅ ډول دروني ارامتیا نه لري او په نا اګاهانه ډول ان په غوره مسایلو کې هم د منفي ټکو له پلټلو خوند اخلي. همدارنګه دغه ډول کسان د بدو او منفي خبرونو په رسولو او خپرولو کې مخکښ دي او غواړي چې بد او اندېښمنوونکي خبرونه تر بل هر چا مخکې د خلکو تر غوږونو ورسوي. که چېرې تاسو داسې یو حالت ته ورسېږی چې د خپلې خوښې دنده، موټر او کور تر لاسه کړی؛ منفي فکر لرونکي کسان به په دغو مسایلو کې یو زر او یو دلیلونه درته راوړي.