شیاومي کمپنۍ د رېډمي۹ لړۍ دوه نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړل، چې پر غوره ځانګړنو لرلو سربېره ارزانه او مناسبه بیه لري. دغه ځیرک موبایلونه رېډمي۹ ټي او رېډمي نوټ۹ ټي نومول شوي دي. شیاومي کمپنۍ دغه له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوونکي ځیرک موبایلونه د یوې پرلیکه غونډې له لارې کاروونکو ته معرفي کړل.
رېډمي نوټ۹ ټي
دغه ځیرک موبایل کې ډېمېنسټي۸۰۰ ډوله پروسېسر او ۶٫۵۳ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده. دغه ځیرک موبایل به ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ – ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري او کاروونکي د میموري کارت له لارې دغه وړتیا ۲۵۶ ګېګابایټ ته لوړولی شي. رېډمي نوټ۹ ټي کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۱۸ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر او ۲ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۱۳ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سیلفي کامره هم لري.