د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د ولسمشری ماڼۍ له لوري ټاکل شوی هیئت خپلو څیړنو ته دوام ورکوي او له سیاسي احزابو یې د جعل په اړه د لا ډېرو اسنادو او شواهدو غوښتنه کړې ده. د افغانستان لوی ملي ائتلاف له لوري د زرګونه جعلي، سټیکرو، تذکرو او د نوم ثبتونې کتابونو تر افشا کېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د لویې څارنوالۍ په مشرۍ ددې اسنادو د اروزنې لپاره هیئت ټاکلی، چې لا یې هم څېړنې نه دي نهايي شوي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، هغه کسان چې د انتخاباتي موادو په جعل او تقلب کې لاس لري عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپیژندل شي. د افغانستان لوی ملي ائتلاف او سیاسي احزاب، چې وارد مخه یې د راتلونکو ټاکنو شفافیت او سرتاسري ترسره کېدلو په تړاو خپلې اندېښنې په ډاګه کړې د ولسمشری ماڼۍ له لوري پر ټاکل شوي هیئت بې باوره دي. د لوی ملي ائتلاف غړي وایي، په تېرو کلونو کې د حکومت له لورې ټاکل شوو پلاوو نتیجه نه ده ورکړې او د ټاکنو اړوند موادو په تړاو ټاکل شوی هیئت له عام فریبۍ پرته کومه نتیجه نه ورکوي.