همدا شېبه مو په خپله شاوخوا کې شته بریالي کسان مجسم کړئ، زه نه پوهېږم چې دغه کسان څوک دي؛ خو پوهېږم چې د دغو کسانو لویه او د پام وړ ځانګړنه مثبت فکر درلودل دي. شرایط او پېښې په بشپړه توګه د دغو کسانو په ګټه پر مخ ځي، ډېری کسان د هغوی د دغو شرایطو په لیدو وایي چې فلانی کس ډېر ښه بخت او طالع لري، احساس کوي چې باندنۍ پېښې د دغو کسانو لپاره اغېزناکې دي او د بخت او طالع نوم پرې ږدي، په داسې حال کې چې مثبت فکر، غوره احساس او روښانه لیدلوری دی چې پېښو او شرایطو ته د دغو کسانو په ګټه بدلون ورکوي. زه غواړم ووایم چې تاسو هم کولای شی خپل لیدلوري ته په بدلون ورکولو سره پر یو مثبت فکر لرونکي او طالعمن شخص بدل شی. ډېره غوره ده چې موږ نسبت پېښو او شرایطو ته خوشبینه و اوسو او وکولای شو چې پېښو ته له مثبتې زاویې څخه په کتلو سره غوره شرایط رامنځته کړو او د ستونزو پر مهال د فرصتونو په لټه کې و اوسو. یانې دا چې فرصت ته په تمه نه شو؛ بلکې په خپله فرصتونه رامنځته کړو.