اېل جي کمپنۍ داسې یو روبوټ معرفي کړی چې په خپله د الټرا وایلېټ وړانګو په مرسته له مختلفو سطحو څخه مېکروبونه پاکوي. دغه روبوټ د کرونا وایرس له خپرېدو څخه په مخنیوي کې د مرستې لپاره معرفي شوی دی. دغه روبوټ کلویي یو وي – سي نومول شوی او له هغو ځایونو څخه چې ډېر لمس کېږي، د الټرا وایلېټ وړانګو په مرسته مېکروبونه پاکوي. اېل جي کمپنۍ وايي چې دغه روبوټ هوټلونو، سوداګریزو مرکزونو، دفترونو، تعلیمي ادارو او نورو ټولو هغو ځایونو لپاره چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، د مېکروبونو له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کولی شي. اېل جي کمپنۍ وايي چې دغه روبوټ يې وروسته له هغه جوړ کړی چې د عامه ځایونو پاکوالی د کرونا وایرس له خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره یو له لومړیتوبونو څخه دي. دغه روبوټ په اتومات ډول خپل فعالیتونه تر سره کوي، خو که کاروونکي وغواړي د یو کاریال له لارې يي کړنې او فعالیتونه کنټرولولی شي.