مایکروسافټ کمپنۍ له خپل تر ټولو پیاوړي ټبلېټ، سرفېس پرو۷ پلس څخه پرده پورته کړه. مایکروسافټ کمپنۍ خپل دغه ټبلېټ د امریکا په لاس وېګاس کې د سي اي اېس غونډې پر مهال معرفي کړ. په دغه ټبلېټ کې ځینې د پام وړ بدلونونه راوستل شوي دي. دغه ټبلېټ له اېنټل کور ای۵ پروسېسر او اېل ټي اي سیمکارت سره هم د کارولو وړ دی. په دغه ټبلېټ کې د اېنټل کمپنۍ نوی پرمختللی پروسېسر اېنټل ۱۱ جنرېشن ټایګر لېک کور ای۳، کور ای۵ او کور ای۷ پروسېسر سره خرڅلاو ته وړاندې شي. د دغه ټبلېټ کور ای۳ پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټه د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۸۹۹ امریکايي ډالره او کور ای۷ پروسېسر او ۳۲ ګېګابایټ رم او یو ټېرابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۲۷۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.