د شین رنګه سبزیو له جملې څخه یو هم کدو دی، چې په طبیعي ډول ډېرې زیاتې ګټې لري او د بدن د اوبو په برابر ساتلو او د ویټامین سي، ویټامین اې او د ویټامین کې یوه مهمه ذریعه هم ده. دغه راز د کدو په جوړښت کې سودیم، کلسیم، اوسپنه، زېنک او د میګنیزیم په څېر اړین معدني مواد هم موجود دي، چې د خرابو کلیسترولو سطحه ټیټوي او د زړه لپاره ګټور تمامېږي. بلخوا ویل کېږي چې د کدو په استعمال سره د هضم مرحله ښه والی مومي او د قبض او خېټې له ستونزو مو ژغوري. نو راځئ چې نن ورځ یې د ګټو په اړه ډېر څه ولولو. ویل کېږي چې د کدو د جوسو په استعمال سره زموږ بدن یخوالی مومي او د اوړي په ورځو کې مو د بدن اوبه برابرې ساتي، چې په پایله کې مو معده یخه ساتل کېږي او د بدن تودوخه مو هم ورسره کمېږي. ویل کېږي چې د وزن د کمښت لپاره د کدو له جوسو ډېره ګټه اخیستل کېږي.