جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

دا اته رازونه مو بريا ته رسوي

ژباړه: امان الله "حنيفي"

نوومبر 13, 2018
in ژوند
0 0

هرڅوک غواړي ژوند یې  ښه او په داسې ډول برابر شي، څنګه یې چې زړه غواړي. بې له شکه چې هر څوک دا هیله لري، خو ډېر ورته نه رسېږي، یوازې کم شمېر کسان دي چې دا هیلې یې پر حقیقت بدلېږي. هغوی څوک دي او څنګه دې هیلو ته رسېدلي دي؟

هغوی نه نابغه ګان دي او نه هم له تاسې زیاتې وړتیاوي لري. هغوی له تاسې سره یوازې یو توپير لري، هغه دا چې هغوی د ځان لپاره هدف ټاکلی، هر څه چې کوي،  یو ټاکلي هدف ته د رسېدو په خاطر یې ترسره کوي. که غواړی د هغوی په شان ښه او خوښ ژوند ولری،  ځان ته مو هدفونه وټاکئ او هر هدف ته د رسېدو لپاره خپله ټوله انرژي پر کار واچوئ.

هدف ته رسېدل مو يوازينى ارمان دى، که ورته ورسېدى، خوشالي به مو په برخه شي. څنګه دا خوشالي په خپله برخه کړى؟

په ډېرې اسانۍ سره کولای شی دا خوشالي ترلاسه کړی. وار له لاسه مه ورکوی، دغه اته رازونه مو خوشحالۍ ته د رسېدو پر لار لاسنيوى کوي.

۱- له کار سره مينه لرل

بريا ته د رسېدو لومړى  راز له کار سره مينه او علاقه لرل دي.  د ډايملر کرايسلر شرکت بنسټګر فريمن توماس وايي: «زما د کاميابۍ راز له خپل کار سره مينه او علاقه ده». بريالي کسان يوازې هغه کار سرته رسوي چې مينه او علاقه ور سره لري. که مو د خپلې خوښې وړ کار تر سره کړ، ډېر څه به لاسته راوړى. مخکې له دې چې پر یوه کار شروع وکړی، لومړی له ځانه وپوښتئ، رښتیا له دې کار سره زما علاقه شته او که په زور راباندې تحمیل شوی؟ که مو کار یا دنده په زړه پورې نه وه، هېڅ یې مه کوئ، ځکه دا به مو په زړه جوړ نه وي او هر وخت به ترې په تنګ راځی. کله چې له دندې او کار نه په تنګ شی، دا مو وجود کې شته وړتیاوې وژني او نه مو پرېږدي چې له خپلو وړتیاوو ښه ګټه واخلی. یوازې هغه کار او دنده پر مخ یوسئ چې مینه ورسره لری.

۲- هڅه او کوښښ

د بريا دويم راز په هڅه او کوښښ کې نغښتى. روپرت مورداک د څو لويو شرکتونو مدير او په نړۍ کې پېژندل شوى کس د خپلې کاميابۍ او لاسته راوړنو راز هڅه او کوښښ بولي. هغه وايي: «هېڅ شى اسانه لاس ته نه راځي، کامياب او بريالي کسان ډېر زحمت باسي، هڅه او کوښښ خپله يو سرخوږى دى، بريالي کسان د کار کولو معتادان نه دي، هغوى له خپلې هڅې او کوښښ نه خوند اخلي.»

ممکنه نه ده چې په لومړۍ هڅه او کوښښ به خپل هدف ته ورسېږی. هدف ته د رسېدو پر لار به ډېر ځله لوېږی، خنډونه او ستونزې به مو مخه ډب کوي، خو تاسې به لکه روانې اوبه تل روان وی، له تېږو سره به سر لګوی،  په کږلېچونو کې به تاوېږی را تاوېږی، خو حرکت به مو  تر هغې نه درېږي څو خپل ټاکلي هدف ته نه یی رسېدلي.

۳- پرله پسې تکرار

الکس ګارد د يوه لوى شرکت مدير وايي: «تکرار او تمرين د کاميابۍ راز دى». د هغه په خبره  کاميابي لاسته راوړل څه جادوګر کار نه دى، بلکې هغه تکرار، تکرار او تکرار دى. هېڅوک د مور  له نسه اتل او قهرمان نه دي زیږېدلي، هغوی په وار وار یو کار سرته رسولی. څومره چې پر یو کار ډېر تکرار او تمرین وکړی، هغومره مو د هغه کار په اړه وړتیاوې پياوړې کېږي. که غواړی چې په خپل کار او دنده کې مو لا ښې لاسته راوړنې ولری، ډېر تکرار او تمرین پرې وکړئ.

۴-پر ځانګړې موخه تمرکز

وتلى فېلم جوړوونکى نورمن جويسن وايي: «که غواړی بريالي شى، ټول تمرکز مو پر ځانکړي هدف را ټول کړی».  هسې نه چې  د یو کار سرته رسولو پر مهال مو ذهن څو ځایه مصروف وي. که غواړی چې د بریا خوند وڅکی، په ځانګړې موخه مو تمرکز راټول کړئ.

۵- پياوړې اراده

د بحري علومو استاد ډيويډګالو پر پياوړې اراده ټينګار کوي او هغه د بريا اصل بولي. بريالي کسان د پياوړې ارادې او پر نفس د پوره باور له مخې مخکې ځي. هغوى د شرم او وېرې په نوم هېڅ هم نه پېژني. د امريکا وتلى لوبغاړى ګلډن هاوي وايي: «لومړيو کې پر ځان بې باوره او له ماتې سره مخ وم، ما ويل هېڅ وخت به بريالى نه شم. دا ځل مې پر ځان باور وکړ، اراده مې پياوړې کړه او ټوله وېره مې له زړه و ايسته. هماغه وو چې د لومړي ځل لپاره پر خپل سيال بريالى او د لوبې ګټونکى اعلان شوم.»

۶-له نورو سره مرسته کول

د امريکا د ييل پوهنتون استاد شروين نولاد وايي: «له نورو سره مرسته کول د ځان پياوړي کول دي». د هغه پر خبره ميليونونه ځوانان غواړي يوه ورځ شتمن او پر ځان بسيا شي؛ له هغوى سره مرسته وکړئ، څو بيا ستاسې لاسنيوى وکړي. له نورو سره مرسته مو پر ځان باور او ستاسې په اړه د هغوی ښه نظر لا پياوړی کوي. یوازې تر ځان پورې محدود مه اوسئ، بلکې لید مو پراخ او د نورو مرسته کوونکي جوړ شئ.

۷- نوې مفکوره لرل

نوې مفکوره لرل د بريا بل راز دى. د مايکروسافټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس وايي: «ما يوه نوې مفکوره درلوده، غوښتل مې د ټولو کمپيوټرونو لپاره د سافټوير خدمتونو لومړى شرکت جوړ کړم، پر خپله مفکوره مې کار وکړ او نن د نړۍ د يوه لوى شرکت خاوند يم.»

د چا پېښې  مه کوئ او کوښښ وکړئ چې د چا د تقلید قرباني نه شی. وړتیاوې مو پر کار واچوئ او  هدف ته د رسېدو لپاره مو له نوو لار چارو کار واخلئ.

۸- مبارزه

د بريا اصلي راز په مبارزه کې نغښتى. د ماتو، ستونزو، نيوکو او فشارونو پر وړاندې مو روحيه مه بايلئ، بيا را پاڅئ او حرکت وکړئ. له ځان سره په وار وار ووايئ: زه ګټونکی یم، زه ګټونکی یم.

د نړۍ تر ټولو مخکښ کسان له ډېرو نیوکو او ماتو سره مخ شوي دي، خو ماتې او  شرم یې نه دي منلي، بیا را پاڅېدلي او حرکت یې پيل کړی، هماغه دي چې نن د نړۍ وتلي او مخکښ کسان ترې جوړ شوي.

Share58Tweet16Share7

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In