څو اونۍ وړاندې د سامسُنګ کمپنۍ د ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل ډیزاین او ځینې ځانګړنې افشا شوې، خو اوس سامسُنګ کمپنۍ رسماً د دغه ځیرک موبایل ځانګړنې، بیه او د وړاندې کېدو نېټه تاییده کړې. دغه ځیرک موبایل ګلکسي اې۳۲ نومول شوی چې له ۵جي څخه ملاتړ کوونکی ارزان بیه ځیرک موبایل دی. دغه ځیرک موبایل به د فبروري په ۱۲مه خرڅلاو ته وړاندې شي او د ۶۴ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به یې ۲۷۹ یورو او د ۱۲۸ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به یې بیا ۲۹۹ یورو وي. دغه ځیرک موبایل په ښکلي ډیزاین سربېره، غوره او د پام وړ ځانګړنې او ۶٫۵ انچه مخپاڼه هم لري. ګلکسي اې۳۲ به تر ۸ ګېګابایټ رم، له میموري کارت څخه د ملاتړ وړتیا، اوکټا کور پروسېسر او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ولري. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۵ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۱۳ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري.