سويس کې يوې نوې طبي څېړنې ښودلې، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال او کارول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو پر یادښت قوه ډېر منفي اغېز کوي او د دوی د ذهني وړتیاوو د له منځه وړلو سبب کيږي. د سویس یو طبي انسټېټیوټ د خپلې نوې څېړنې پر اساس وايي، چې د ځيرک موبایل وړانګو او فریکوینسيو ته تر یو کال او یا هم زیات وخت په تېرولو سره د انسان ذهن سخت اغېزمن کیږي، چې په پايله کې يې د یادښت کمزورتیا رامنځ ته کیږي. د ځيرکو موبایلونو او ټکنالوژيکي توکو زيات استعمال او کارول د حافظې چوکاټ «Figural Memory» زيانمنوي، چې د دماغ په راسته طرف کې ځای لري. يادې څېړنې ښودلې، هغه کسان چې ځیرک موبایل راسته غوږ ته نږدې نیسي، هغوی له دغو راوتونکو فريکوينسيو څخه زیات اغېزمن کیږي. دغه څېړنه پر ۷۰۰ هغو کسانو تر سره شوه، چې له ۱۲-۱۷ کلونو یې عمر درلود او پکې د راډیويي وړانګو او د انسان د دماغو او یادښت قوې تر منځ د ارتباط پلټنه شوې.