ملي دفاع وزارت وايي د امریکا له لوري افغان پوځ ته د نوو وسلو او راکېټونو پېرل به دغه پوځ پیاوړی کړي. د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، امریکا افغان پوځ ته د ۴۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د هایدرا په نامه راکېټونه پېري. دده په خبره دغه راکېټونه په هوايي بریدونو کې کارول کېږي چې ورسره جوخت به د افغان پوځ وړتیا هم لوړه شي. امریکا همدا راز ویلي چې له یوې بلې کمپنۍ سره یې هم د ۱،۹ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی او د افغان پوځ د تجهیز لپاره به ځینې توکي تولیدوي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون همدا راز ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به ۱۲ الوتکې افغان پوځ ته وسپاري. امریکا تېره اونۍ هم پنځه ایم ډي ۵۳۰ الوتکې افغان پوځ ته سپارلې وي. له دې سره هممهاله د ملي دفاع وزارت وایي، افغان پوځ لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او دغه ډول مرستې به افغان ځواکونه پیاوړي او پخپلو پښو ودروي.