سامسُنګ کمپنۍ د ګلکسي اېس۲۱ لړۍ د دریو ځیرکو موبایلونو تر څنګ، خپل ګلکسي بډز پرو نومې غوږۍ او ګلکسي ټیګ هم معرفي کړل. ګلکسي بډز د سامسُنګ کمپنۍ نوې پرمختللې وایرلېس غوږۍ ده چې د ډیزاین په برخه کې ګلکسي بډز پلس ته ورته، خو د ځانګړنو له پلوه غوره او پرمختللې ده. ګلکسي بډز پرو د غږ کیفیت غوره او د فعاله نوایز کېنسلېنګ ځانګړنه هم لري. دغه غوږۍ کې د غږ کیفیت غوره کولو لپاره ۱۱ اېم اېم ووفر هم ورکړل شوی دی. دغه غوږۍ ډېر پرمختللې ځانګړنې لري چې د اړیکې نیولو، ورته وخت کې د سامسُنګ کمپنۍ دوو اوزارو سره وصل کولو، د کاروونکي غږ اورېدلو او داسې نورې ډېرې اسانتیاوې لري. دغه غوږۍ ۶۱ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې په مرسته يې یو ځل چارجولو سره په پرلهپسې توګه ۵ ساعتونو پورې د کارونې وړ وي. پوښ کې يې ۴۷۲ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ځای پر ځای شوې چې له چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. د دې غوږۍ بیه ۲۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.