د فزیکي لټۍ په اړه خو ټول پوهیږو، ایا تر اوسه مو د ذهني لټۍ په اړه فکر کړی؟ پر ذهني لټۍ اخته کس څنګه پېژندلی شو؟ ذهني ټنبل کسان د دې پر ځای چي فکر وکړي کارونه څه ډول تر سره کړي، له کار څخه لاس په سر کېږي او وايي «زه خسته یم»، دا کسان رښتیا چې پر ذهني لټۍ اخته دي. هغه کسان چې پر ذهني لټۍ اخته وي، تل د کار د تر سره کولو پر ځای د کار د نه کولو لپاره بهانې لټوي، د دې پر ځای چې فکر وکړي څه ډول کولای شي کارونه په سم ډول مخته یوسي، زړه نا زړه وي. ډېر ژر له هغه کار څخه لاس په سر کېږي او پرېږدي یې. که په تاسو کې هم دغه نښانې موجودې وي، نو تاسو پر ذهني لټۍ اخته شوي یاست! او که چېرې یوه زره مینه هم له خپل ژوند سره لری او غواړی بریالي اوسی، نو فکر وکړئ، خپل ژوند ته متوجې شئ او بهانې مه لټوئ. په فکر کولو سره خپل ذهن ته تمرین ورکړئ او خپل ذهن په فکر کولو سره پیاوړی کړئ.