سامسُنګ کمپنۍ په روانه میاشت کې د یوې رسمي غونډې له لارې د ۲۰۲۱ کال لپاره خپل پیاوړي ځیرک موبایلونه معرفي کړل. دوه له دغو ځیرکو موبایلونو څخه ګلکسي اېس۲۱ او ګلکسي اېس۲۱ پلس دي. د دغو دواړو ځیرکو موبایلونو بیه د تېر کال ګلکسي اېس۲۰ په پرتله ټیټه ده. له دې سربېره، دا د سامسُنګ کمپنۍ لومړني ځیرک موبایلونه دي چې له چارجر پرته خرڅلاو ته وړاندې کېږي. له همدې امله سامسُنګ کمپنۍ خپل د ۲۵ واټ چارجر بیه له ۳۵ امریکايي ډالرو څخه ۲۰ ډالرو ته ټیټه کړې ده. ګلکسي اېس۲۱ کې ۶٫۲ او ګلکسي اېس۲۱ پلس کې ۶٫۷ انچه مخپاڼه ورکړل شوې چې ۱۲۰ هرټز ریفرېش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا لري. دواړو ځیرکو موبایلونو کې د ګوتې نښې سېنسر د مخپاڼې لاندې ورکړل شوی او د تېر کال په پرتله ٪۷۰ غټ دی. د ګلکسي اېس۲۱ بیه له ۸۰۰ امریکايي ډالرو څخه او د ګلکسي اېس۲۱ پلس بیه له ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه پیلېږي او د تېر کال ګلکسي اېس۲۰ او ګلکسي اېس۲۰ پلس څخه ۲۰۰ امریکايي ډالره ارزانه ده.