د ژوند په ټولو چارو کې له کورنۍ نیولې بیا تر هغو چارو پورې چې هغه له کور او کورنۍ بېرون تر سره کېږي، شجاعت، جرئت او زړورتیا یوه حتمي او ضروري وړتیا ده. تاسو به هېڅ داسې بې زړه او شرمګیره کس پیدا نه کړئ، چې ځان یې د بریا لوړو څوکو ته رسولی وي. زړور کسان له خپل همدې مهارت څخه په ګټې اخیستنې توانېدلي، چې ځان بریا ته ورسوي او خپلې هیلې په واقعیت بدلې کړي. په یاد مو وي چې جرئت؛ له حماقت، بې ادبۍ او بې نزاکتۍ سره کاملاً توپیر لري. هغه کسان چې په منطقي ډول د ژوند په بېلابېلو شرایطو کې له ځان څخه ننګه کوي او د خلکو د ناسمو غوښتنو په مقابل کې د «نه» ویلو وړتیا لري، هغوی ته زړور او با جرئته کسان وایي. دغه کسان له ځان څخه د دفاع پر مهال داسې چلن کوي، چې د نورو حق نه تر پښو لاندې کوي او په عین حال کې هغوی ته هم اجازه نه ورکوي چې په حق یې تېری وکړي.