سامسُنګ کمپنۍ د جنوري په ۱۴مه په یوه غونډه کې د ګلکسي اېس۲۱ لړۍ تر ټولو پیاوړی او غوره ځانګړنې لرونکی ځیرک موبایل، ګلکسي اېس۲۱ الټرا معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۸ انچه ستره امولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې چې ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا هم لري او مخپاڼه يې د کوریلا ګلاس وېکټېس په مرسته خوندي شوی دی. د نورو ځانګړنو سربېره، د دغه ځيرک موبایل مخپاڼه له اېس-پېن څخه هم چې له دې وړاندې یوازې ګلکسي نوټ لړۍ کې کارول کېده، ملاتړ کوي. ګلکسي اېس۲۱ الټرا به ۱۲/۱۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶/۵۱۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري. د ګلکسي اېس۲۱ او اېس۲۱ پلس په څېر دغه ځیرک موبایل به هم ځینو هېوادونو کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ او ځینو نورو کې د سامسُنګ اګزینوس۲۱۰۰ پروسېسر سره خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې له ۲۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي.