شجاعت او زړورتیا د ذهني قدرت، پوهې او پر ځان د باور ترکیب دی، چې ټول په یوه اخلاقي ځانګړنه کې سره جمع شوي دي. زړورتیا له تاسو سره مرسته کوي، چې په اسانۍ سره سختې پرېکړې وکړئ، پرته له دې چې وخت مو ضایع کړی وي لاس پکار شئ او په ډېرې اسانۍ له سختیو سره مخ شئ. کله چې تاسو ته نوې دندې در سپارل کېږي، نو شجاعت او زړورتیا ته اړتیا لرئ؛ کله چې غواړئ له داسې کسانو سره مخ شئ چې په یو ډول ستاسو د ځورونې لامل شوي. څومره چې زړور کېږی، بیا نو هغه ده چې په پوره غیرت پرېکړه کوئ او هغه کارونه چې فکر مو کاوه نه یې شی تر سره کولای، په تر ټولو ښه بڼه یې تر سره کوئ. شجاعت او زړورتیا داسې څه نه دي، چې تاسو دې ورسره زیږېدلي یاست، خو داسې یو څه هم نه دي، چې وکولای شئ په یوه شپه کې یې تر لاسه کړئ. د ټولو مطلوبو اخلاقي ځانګړنو په څېر د شجاعت او زړورتیا د روزلو لپاره هم باید هڅه وشي.