ویوو کمپنۍ په چین کې د یوې رسمي غونډې له لارې خپل نوی پیاوړې ځانګړنې لرونکی ځیرک موبایل چې ویوو اېکس۶۰ پرو پلس نومول شوی دی، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸، او ۱۲۰ هرټز ریفرش رېټ لرونکې مخپاڼه ورکړل شوې ده. دغه ځیرک موبایل ۶٫۵۶ انچه ۱۰۸۰*۲۳۷۶ پکسل ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۵۰ مېګاپکسله اصلي، ۴۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۳۲ مېګاپکسله پورټرېټ او ۸ مېګاپکسله پرېسکوپ کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره لري. ویوو اېکس۶۰ پرو پلس به ۸/۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا او ۴۲۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري. بېټرۍ يې له ۵۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. د دغه ځیرک موبایل بیه ۴۹۹۸ چینايي یوان (تقریباً ۶۰۵۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده او د جنوري په ۳۰مه خرڅلاو ته وړاندې شو. دغه ځیرک موبایل به په پیل کې یوازې چینايي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.