کوم کسان چې غوسه کېږي، پر نورو ناروغیو سربېره، د زړه له ټکان یا دورې سره ډېر مخ کېدلی او په زړه یې حمله را تللی شي. نوې څېړنه وایي، کوم کسان چې ډېره غوسه کوي، د خپلې غوسې په اندازه د زړه له حملو سره هم مخ کېږي. ډېره غوسه کله کله ان د دې لامل کېږي چې د انسان په دماغ کې ځینې رګونه هم وچوېږي. په امریکا کې په دې اړه شوې څېړنه کې ویل شوي چې له غوسې وروسته د زړه حمله هر چا ته پېښېدلای شي. په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې ممکن دا حملې له غوسې دوه ګړۍ وروسته پېښې شي. په دې نوې څېړنه کې ثابته شوې چې له غوسې دوه ګړۍ وروسته د زړه د حملې امکان پنځه چنده ډېر دی او د دماغو د رګ شکېدلو یا مغزي سکتې امکان بیا درې چنده ښودل شوی دی. د دې څېړنډلې مشر ډاکټر ایلز بېټ موسټوسکي وایي، کوم کسان چې ډېره غوسه کوي، د هغوی د زړه د درېدلو امکان هم ډېر دی.