موټرولا کمپنۍ خپل نوی پیاوړې ځانګړنې لرونکی ځیرک موبایل چې اېج اېس (Motorola Edge S) نومول شوی، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل پر پیاوړو ځانګړنو سربېره حتی له چینايي ځیرکو موبایلونو څخه هم ارزانه دی. دغه ځیرک موبایل به تر ټولو وړاندې چین کې خرڅلاو ته وړاندې شي. موټرولا اېج اېس له ۵جي څخه ملاتړ کوي او ۶٫۷ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه لري، چې ۹۰ هرتز ریفرش رېټ او اېچ ډي ار۱۰ څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۷۰ ډوله پروسېسر ورکړل شوی دی. موټرولا اېج اېس به ۶/۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري او پکې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې، چې له ۲۰ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې ۴ کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، ۱۶ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله فوکس ډېپت سېنسر او ټي او اېف سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې دوې کامرې لري چې ۱۶ مېګاپکسله اصلي کامره او ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامرې هم لري.