د هر انسان د بریا او پرمختګ ګامونه د خپلو وړتیاوو له پېژندلو پیلېږي، خو که موږ ځان ته په ټیټه سترګه ګورو، ځان ته ارزښت ورنه کړو، وړتیاوې مو را ونه سپړو، نو هغه ده چې هېڅ ځای ته به هم ونه رسېږو. ځینې هغه انسانان چې یو وخت یې په لوړو پوسټونو کار کړی، خو دویم ځلې ورته چانس نه دی برابر شوی چې په هغه ډول موقف ته ورسېږي، هغه ده چې د کمترۍ احساس کوي او ځان ورته بې ارزښته ښکاري، په داسې حال کې چې داسې نه ده، یوازې هغه غرور چې لري یې د دې اجازه نه ورکوي چې تر هغه په ټیټ موقف کې کار وکړي، هغه هم د دې لپاره چې له ځان سره وایي، خلک به بیا څه وایي؛ خو ایا دې کس تر اوسه په دې فکر کړی، همغه خلک چې وایي زما په اړه به څه فکر کوي تر اوسه یې د یوې ستونزې د حل په برخه کې له ده سره مرسته کړې ده؟ نه هېڅکله هم نه! هېڅوک هم دومره وزګار نه دي. هر سړی په ځان پورې اړوندې وړتیاوې لري، یوازې دومره لازمه ده چې ویې پېژني او را ویې سپړي.