سابه په ټوله کې هغه که خام خوړل کېږي او یا هم پاخه، د انسان د روغتیا لپاره خورا ګټور دي. روغتیاپالان وایي، کاهو د وینې له صافولو سره مرسته کوي. له دې سره سره کاهو صفرا کموي، قبضیت، ټوخی او د بدن دردونه له منځه وړي او خوب اراموي. کاهو د مېکروب ضد خاصیت لري، تنده او د سینو درد له منځه وړي. دغه راز د مثانې د زخمونو لپاره درمل دي او د ادرار لپاره لار پرانيزي. هغه کسان چې اشتها نه لري، کاهو ورته تر ټولو ښه نسخه ده. د دې لپاره چې په ټپي شوي ځای مو له سره وېښتان را شنه شي، کاهو وخورئ. په چین کې هغه مېرمنې چې ماشوم ته شیدې ورکوي، د شېدو د زیاتوالي لپاره کاهو خوري.
د کاهو زیانونه:
د کاهو تخم د کوکنارو تخم ته ورته او مخدر دی؛ که وخوړل شي، سر ګنګسي پیدا کوي او د خوب د زیاتوالي لامل ګرځي. که کاهو له ټاکلې اندازې زیات وخوړل شي، حافظه کمزورې کوي، د سترګو لید او جنسې قوه له منځه وړي.