سوني کمپنۍ خپل نوی ځیرک موبایل چې اېکسپریا پرو نومول شوی دی، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل د مسلکي فوټوګرافۍ لپاره ډیزاین شوی دی. سوني اېکسپریا پرو ۶٫۵ انچه ۴کې اولېډ ډوله مخپاڼه لري او پکې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۶۵ ډوله پروسېسر کارول شوی دی. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې درې واړه يې ۱۲ مېګاپکسله دي. سوني کمپنۍ وايي چې دا د نړۍ لومړی ځیرک موبایل دی چې یوه ثانیه کې ۲۰ فرېم اټو فوکس او اټو ټرکېنګ برسټ نومو ځانګړنو څخه ملاتړ کوي. دا هغه ځانګړنې دي چې د ویډیو ثبتولو پر مهال ډېرې ګټور ثابتېږي. کاروونکي کولی شي دغه تصویرونه او وېډیوګانې د سوني اېکسپریا پرو د ۵جي له لارې په چټکۍ سره په ژوندۍ بڼه خپرې کړي. دغه ځیرک موبایل به د هغو کاروونکو لپاره چې لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي یا نور لوړ کیفیت لرونکې ژوندۍ خپرونې لري، ډېر ګټور ثابت شي. د سوني کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل بیه ۲۵۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.