نامتو ټوکمار او کمیډن استیومارتین ځوانو ټوکمارو او کمیډنانو ته داسې نصیحت کوي: «هومره ښه و اوسئ چې هیڅوک هم تاسې له پامه ونه غورځوي.» دا جمله مې ډېره زیاته خوښېږي. ژوند له ټولو زیارکښو انسانانو سره مینه لري. کله چې په خپله کار کې ښه وی او د غوره اوسېدو په لټه کې اوسی، نو دا ناشونې ده چې تاسې به په دې برخه کې بریالي وی. کله موږ ناهیلي کېږو، ښې هڅې کوو، په خپلو هیلو باوري وو او په خپلو هیلو پسې ګرځو، خو هغو ته نه رسېږو، یا همداسې نه تر لاسه کېدونکې ښکاري، بیا هم همت له لاسه مه ورکوئ، بالاخره به یوه ورځ هغه ته رسېږی. هره پرېکړه ډېره مهمه ده، هر ګام مو مهم دی، ژوند په خپله لار روان وي، نه دا چې زموږ په لار. صبور او ډاډه اوسئ. د هغه ډبرې ماتوونکي په څېر و اوسئ چې ټوله ورځ ډبرې تراشي او بالاخره یوه ساده ضربه هغه ډبره ماتوي او سپین زر پکې پیدا کوي. تاسې به هم همداسې یوه ورځ د خپلې خوښې وړ ژوند ته رسېږی.