کله چې د شجاعت کوم کار تر سره کوی، هڅه وکړئ هغه احساس چې په هغه شېبه کې مو درلود، در په یاد کړئ. یا دا چې لږ تر لږه تر کومه ځایه چې کولای شی هغه ښه در په زړه کړئ. ویې نمانځئ او په پار یې جشن ونیسئ، عکس واخلئ، در په یادېدل یې تجربه کړئ. لنډه دا هر څه چې وي، داسې یو کار وکړئ څو تاسو ته هغه شېبې در په زړه کړي، چې څومره ښه ځلېدلي وی او څومره ښه کار مو تر سره کړی و. دا مهمه نه ده چې موضوع څه وه، کوچنۍ وه او که لویه، مهمه دا ده چې تاسو په زړورتیا یو کار تر سره کړی دی. دغه څه تاسو ته یو ځانګړی حس درکوي، کار کولو او پرمختګ ته مو هڅوي، انګېزه مو یو پر دوه کېږي. دغه کار نه یوازې دا چې خوشاله کوي مو، بلکې د دغه ډول نورو شجاعانه کړنو د تر سره کولو وړتیا درکوي. په فمیلي سرکل (Family Cricle) مجله کې ګای نورتن ادلمن (Gay Northon Edelman) دې شېبې ته د «قدرت شېبې» نوم ورکړی دی.