تر دې دمه ۱۰۸ مېګاپکسله تر ټولو پیاوړې کامره ده چې د سامسُنګ ځیرکو موبایلونو سربېره، ځینو نورو ځیرکو موبایلونو کې هم کارول شوې ده؛ خو ډېر ژر به د نړۍ لومړنی ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل هم مینهوالو ته معرفي شي، چې دغه ځیرک موبایل به د هېڅ کومې یوې پېژندل شوې کمپنۍ نه وي. د چینايي ټولنیزې رسنۍ وېب پاڼه(ویبو) کې ادعا شوې چې د زي ټي اي (ZTE) چینایۍ کمپنۍ اېکسون۳۰ پرو نومی ځیرک موبایل به لومړنی ځیرک موبایل وي، چې د سامسُنګ کمپنۍ ۲۰۰ مېګاپکسله اېس۵ کې جې اېن ډي سېنسر سره به خرڅلاو ته وړاندې شي. د یادونې ده چې خپله سامسُنګ کمپنۍ تر دې دمه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي او د کامرې دغه سېنسر هم تر اوسه په رسمي ډول نه دی معرفي شوی. د دغه ځیرک موبایل نورو ځانګړنو او بیې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د دې کمپنۍ یوه کارکوونکي ویلي چې دغه ځیرک موبایل به د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸، سره خرڅلاو ته وړاندې شي.