ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په دعوت د سهارنۍ لپاره پغمان ولسوالۍ ته د هغه کور ته ورغلي و او له نوموړي سره یې د ورځنیو مسايلو ترڅنګ د هېواد په روانو سیاسي او امنیتي موضوعاتو هم بحث او خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی هم له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره پغمان ته تللی و. دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي د ډاکټر عبدالله او اشرف غني د ټیم یو شمېر غړي کوښښ کوي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د دواړو ګډ ټیم رامنځته کړي. سرچينې وايي، چې غني تمه لري تر څو راتلونکو ټاکنو کې عبدالله ورسره لومړی معاونيت ومني، خو د عبدالله له خوا دا غوښتنه څو ځله په کلکه رد شوې ده.