شیاومي کمپنۍ د ۲۰۲۰ په ډسمبر کې خپل تر ټولو پیاوړی او غوره ځانګړنې لرونکی ځیرک موبایل، شیاومي مي۱۱، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل دغه بیه کې تر ټولو غوره ځانګړنې لري، خو ستونزه دا ده چې یوازې چینايي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوی و. په پیل کې هم تمه کېده چې دغه ځیرک موبایل به نړیوالو کاروونکو ته هم وړاندې شي، خو اوس شیاومي کمپنۍ نړیوالو بازارونو ته د دغه ځیرک موبایل د وړاندې کېدو رسمي نېټه اعلان کړه. شیاومي کمپنۍ اعلان کړی چې د فبروري په ۸مه به د یوې رسمي غونډې له لارې دغه ځیرک موبایل معرفي او مختلفو نړیوالو بازارونو کې به يې خرڅلاو ته وړاندې کړي. که څه هم خپله شیاومي په نړیوالو بازارونو کې د مي۱۱ بیې په اړه څه نه دي ویلي، خو اټکل کېږي چې ځینو هېوادونو کې به د دغه ځیرک موبایل د ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۶۱۰ امریکايي ډالره یا تر دې لوړه وي.