د کدو په اړه مشهوره ده چې د سترګو لپاره ډېر ګټور دی، خو دغه خواړه نورې ډېرې روغتیايي ګټې هم لري او انسان له ځینو وژونکو ناروغیو څخه ژغورلی شي. دلته مو د کدو له دریو تر ټولو مهمو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:
د وزن کمولو لپاره ښه دی:
کدو په لوړه کچه فایبر لري کوم چې هاضمه ورو کوي او د اوږدې مودې لپاره مو ماړه ساتي. یوه پیاله کدو ۷ ګرامه فایبر لري. له دې سربېره، کدو ډېره لږه کالوري لري او د پوتاشیم غوره سرچینه ده. پوتاشیم له بدن څخه د اضافي مالګې او اوبو خارجولو کې مرسته کوي.
د سرطان خطر کموي:
کدو کې شته ګټور مواد له بدن سره د سرطان مختلفو ډولونو پر وړاندې مبارزې کې مرسته کوي. پکې شته بیټا کیروټین په بدن کې د وېټامین اې په انټي اکسېډنټ بدلېږي، چې د بدن حجرات د سرطان لامل کېدونکو ازادو راډیکالونو څخه خوندي ساتي.
د بې اولاده جوړو لپاره تر ټولو غوره خواړه دي
کدو د حاصلخیزۍ او امېدوارۍ لپاره سوپر خواړه بلل کېږي. دغه خواړه ټول هغه اړین مواد لري چې د جنین رامنځته کېدو لپاره اړین وي.