له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ، یوه ځانګړې ورځ له خپلو خپلوانو سره او یو ساعت خوښي مو له نږدې ملګرو سره شریکه کړئ. د ژوند پېژندنې له نظره موږ ښو اړیکو او خپلوۍ ته اړتیا لرو. مطالعو څرګنده کړې ده؛ هغه کسان چې له خپلو خپلوانو، ملګرو او کورنۍ سره ښې اړیکې پالي، د نورو په پرتله ډېر خوشاله وي. مهمه نه ده چې دغه اړیکې دې تل د مخامخ لیدنو په بڼه وي؛ ځينې وخت ټلېفوني اړیکه ټول هغه څه دي چې تاسو ورته اړتیا لری. دغه راز څېړنو ښودلې ده چې په طبیعت کې د وخت تېرول د سټرېس هورمون د سطحې د کموالي په ګډون، ډېرې روغتیایي ګټې لري. له خپل کوره ووځئ، یوې شنې فضا ته لاړ شئ، روانو اوبو ته وګورئ، غرونو، ونو، ګلونو، طبیعت او هر هغه څه ته چې په طبیعت کې مینه ورسره لری، وګورئ. دغه کوچنۍ خوښۍ کولای شي ستاسو پر ژوند لویې اغېزې وکړي، روغتیا مو ور سره ښه شي، انګېزه درکړي او پرمختګ ته مو وهڅوي.