سامسُنګ کمپنۍ غواړي د ګلکسي اې۵۱ تر بریا وروسته د دې لړۍ نوی او پرمختللی ځیرک موبایل معرفي کړي، چې اوس د دغه ځیرک موبایل ځینې ځانګړنې افشا شوې دي. افشا شوي معلومات ښيي چې ګلکسي اې۵۲ به ۶٫۵ انچه امولېډ ډوله مخپاڼه ولري او د ګوتې نښې سېنسر هم د مخپاڼې لاندې ځایپرځای شوی دی. دغه ځیرک موبایل په شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې اصلي کامره يې ۶۴ مېګاپکسله وړتیا لري. د نورو کامرو بڼې او وړتیا په اړه یې څه نه دي ویل شوي. ګلکسي اېس۵۲ چې له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي، د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۵۰جي ډوله پروسېسر او ۶ یا ۸ ګېګابایټ رم سره خرڅلاو ته وړاندې کېږي. دغه ځیرک موبایل به ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ولري. د ګلکسي اې۵۲ بیې او وړاندې کېدو نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ګلکسي اې لړۍ د سامسُنګ کمپنۍ غوره ځانګړنې او مناسبه بیه لرونکي ځیرک موبایلونه دي، چې له همدې امله بې شمېره مینهوال لري.