سامسُنګ کمپنۍ ټایلینډ کې د ګلکسي اې لړۍ نوی ځیرک موبایل چې ګلکسي اې۳۲ ۵جي نومول شوی دی، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل له ۵جي څخه ملاتړ کوي او مېډیاټېک پروسېسر پکې کارول شوی دی. ګلکسي اې۳۲ ۵جي ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه لري. دغه ځیرک موبایل کې مېډیاټېک ډېمنېسټي۷۲۰ ډوله پروسېسر او ۸ ګېګابایټ رم ورکړل شوی دی. ګلکسي اې۳۲ ۵جي به ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري چې کاروونکي دغه وړتیا د میموري کارت له لارې تر دې هم لوړولی شي. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ، ۵ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شامل دي. مخکینۍ برخه کې ۱۳ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. دغه ځیرک موبایل کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې ستره بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۱۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. د دغه ځیرک موبایل بیه ۹۹۹۹ ټایلینډي باټ ټاکل شوې چې تقریباً ۲۵۷۰۰ افغانۍ کېږي.