مغز او اعصاب خوړو ته هماسې اړتیا لري لکه زړه، عضلات او د وجود نور غړي یې چې لري؛ خو کوم خواړه د مغز له پیاوړتیا سره مرسته کوي؟
۱- چهارمغز
چهارمغز د اعصابو د ساتنې مواد لري. په چهارمغزو کې ویټامینE، اوسپنه، اومیګا ۳ غوړ او انټي اکسیډنونه شته. څېړنو ښودلې چې د غوزاڼو خوړل ستاسو د اعصابو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. په یوه څېړنه کې موندل شوې چې غوزاڼ د هغه سټریس کمولو کې هم مهم رول لري چې د عمر په زیاتیدو پیدا کیږي.
۳- کبان
کبان د اومیګا۳ غوړو اسېدو غوره سرچینه ده. دا مرسته کوي چې مغز ښه کار وکړي. ماشومانو ته وخت ناوخت د ماهي غوښه ورکول د هغوی د تمرکز ځواک پیاوړی کوي. هغوی چې ډېره د ماهي غوښه خوري، پر اضطراب او ژور خپګان د اخته کیدو خطر یې تر نورو کم دی.
۴- شنې پاڼې لرونکي سابه
پالک او نور شنه سابه له ډېرو غوره موادو مالامال دي. سابه د اعصابو د ښه فعالیت لپاره یو تر ټولو غوره خواړه ګڼل کیږي.