د افغانستان کرېکټ بورډ ډيسیپلين کمېټې د پرېکړې پر اساس شاپورځدران کولای شي، چې له ملي لوبډلې سره خپلو لوبو ته دوام ورکړي. د ملي لوبډلې تېز توپ اچونکي شاپورځدران په تېره مې میاشت کې په یوه تمريناتي لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې روزونکي، لوبډلمشراو لوبڅار پر وړاندې د لوبو له ډسيپلين سرغړونه کړې. دغه کړنه بیا د روزنکي له لوري د کرکټ بورډ مشرتابه او اړوندو څانګو سره په لیکلې بڼه شریکه شوه او ځدارڼ ته یې د ۳۰۰ امریکایي ډالرو د جریمې سپارښتنې ترڅنګ ویلي و که دغه ډول کړنې تکراروي نو بیا یې ملي لوبډله کې نشي لوبولی. ځدراڼ ته دا ځل په جدي اخطاريه کې ویل شوي، که یو ځل بیا یې دغه ډول اعمال تکرار کړل په ملي لوبډله کې به له لوبيدو محروم شي.