د فراه سلګونه خلکو په یو لاریون کې د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي سوداګریز بندر د مفسدینو د نیولو او د هغو مالونو پر مخ یې د یاد بندر د بېرته خلاصون غوښتنه وکړه چې نن ترې واردات منع اعلان شول. افغان حکومت نن له ایران څخه د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر پر ۸۵ سلنه مالونو چې څلور قلمه وارداتي توکي (نفت، ګول سیخ، تور سمنټ، کاشي او سرامیک) په کې شامل دي، له ایران څخه د دغه بندر له لارې هېواد ته پر راوړو بندیز ولګاوه. د یادو مالونو پر وارېدو د بندیز لامل په دغه بندر کې د فساد شتون یاد شوی دی. نن سلګونو سوداګرو، کسبګرو او د فراه ولایت خلکو د دغه ولایت په مرکز کې د یادې پرېکړې په غبرګون لاریونونه وکړل. لاریون کوونکي د حکومت دغه ګام د خلکو پر تاون او له اداري فساد سره د مبارزې او په دغه ولایت کې پر عایداتي ادارو کې د مفسدینو د نیول کېدو په برخه کې یې حکومت ناکام بولي. لاریون کوونکي وايي، دولت په دغه ولایت کې زېربناوو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې. د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور له لاریون کوونکو د ملاتړ تر څنګ وویل، په ګمرک کې ميلیونونه ډالر اختلاس شوی او دی تیار دی چې په دې برخه کې ولسمشرۍ مقام ته اسناد وړاندې کړي.