ګوګل خپل ګوګل فېټ (Google Fit) کې چې د دې کمپنۍ روغتیايي کاریال دی، ځینې نوې ځانګړنې اضافه کړې دي چې په مرسته يې کاروونکي کولی شي د خپل ځیرک موبایل کامرې له لارې خپل د تنفس کچه او د زړه ضربان معلوم کړي. ګوګل کمپنۍ ویلي چې دغه ځانګړنه به په پیل کې پکسل ځیرکو موبایلونو کې او له هغې وروسته نورو انډرایډ ځیرکو موبایلونو کې کاروونکو ته وړاندې شي. د دې پروسې د تشریح کولو پر مهال ګوګل وویل، چې کاروونکي به وکولی شي د خپل ځیرک موبایل سېلفي کامرې په کارولو سره خپل د تنفس کچه او د زړه ضربان معلوم کړي. ګوګل په دې اړه وايي: «د تنفسي کچې معلومولو لپاره سېلفي کامره خپل مخ او د بدن پاسنۍ برخې ته برابره کړئ، په عادي ډول ساه واخلئ او دغه کاریال به ستاسې د تنفس کچه محاسبه کړي.» د زړه ضربان اندازه کولو لپاره کاروونکي باید خپله ګوته پر شاتنۍ کامرې باندې کېږدي او دغه کاریال به د کاروونکو د زړه ضربان محاسبه کړي.