موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو، چې له اوو میلیاردو ډېر کسان د دې نړۍ په بېلابېلو برخو کې ژوند کوي. دغه اووه میلیارده کسان هر یو یې د ارزښتونو درلودونکی دی او بریالی هغه دی چې خپل فردي ارزښتونه یې پېژندلي او د خپلې بریا لپاره یې ترې د یوې وسیلې په توګه ګټه اخیستې ده. د ژوند ارزښتونه؛ لکه څنګه یې چې له نامه څرګنده ده، هغه موارد دي چې زموږ په ژوند کې ډېر لوړ اهمیت لري. کېدای شي د یوه کس ارزښتونه د بل کس له ارزښتونو سره توپیر وکړي، په نړۍ کې ډېر داسې شیان شته چې زموږ لپاره لږ ارزښت لري او یا ان بیخي بې ارزښته وي.
د ژوند ارزښت، د پوهې ارزښت، د وخت ارزښت، د پیسو ارزښت، د انسان ارزښت، د دنیا ارزښت، د ملګري ارزښت، د علم او پوهې ارزښت، اخلاقي ارزښتونه، د کار ارزښت، فرهنګي ارزښتونه، کورني ارزښتونه او ډېر نور موارد.