ریالمي کمپنۍ چې د غوره ځانګړنو او ارزان بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو وړاندې کولو کې مشهوره ده، د نړۍ تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل یې تازه معرفي کړی دی. دغه ځیرک موبایل چې ریالمي وي۱۱ ۵جي نومول شوی، اوسمهال په چین کې خرڅلاو ته وړاندې شوی دی. ریالمي وي۱۱ ۵جي کې ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده. دغه ځیرک موبایل کې د مېډیاټېک کمپنۍ ډېمنېسټي۷۰۰ ډوله پروسېسر کارول شوی او ۴ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا سره خرڅلاو ته وړاندې شوی. دغه موبایل ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې ۱۸ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې دوې کامرې لري چې ۱۳ مېګاپکسله اصلي کامره او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شامله ده. مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۱۹۹ چېنايي یوان چې تقریباً ۱۴۵۰۰ افغانۍ کېږي، ټاکل شوې ده.