د ژوند کولو د ډول او یا ژوند ته د کتلو د ډول بدلون کېدای شي تاسو ووېروي. د الډس هاکسلي Aldous Huxley په نوم یو انګلیسي لیکوال د ژوند د بدلولو په تړاو وایي: خلک ډېر کله له ما پوښتنه کوي چې د ژوند د بدلون لپاره تر ټولو اغېزناک تکنیک او لاره څه ده؟ یو څه خجالت کېږم چې له کلونو څېړنې او ازمايښتونو وروسته ووایم چې تر ټولو غوره لاره یې دا ده چې یو څه مهربانه اوسئ. د هاکسلي د اوږدو څېړنو پایلې جدي ونیسئ او پرېږدئ چې مهرباني ستاسو ژوند بدل کړي. پرېږدئ چې مهرباني مو پر ټولو اعمالو او ان منفي ځانګړنو لکه تاوتریخوالي، کرکې، رټلو، غوسې، وېرې او کم ګڼلو باندې برلاسې شي او هغه ځواک چې د ناهیلۍ له امله له منځه تللی و، یو ځل بیا را ژوندی کړي. مهرباني یوازې د هغې پر اغېزو پورې محدوده نه ده، بلکې د ژوند کولو د سبک او طریقې ټاکل دي. مهرباني هغه موزون اهنګ او زمزمه ده چې له یوه یوه هغه څه سره چې وایئ او تر سره کوئ یې، ترکیب شوې او یو ځای شوې ده.