سامسُنګ کمپنۍ خپل د اېم (M) لړۍ نوی ځیرک موبایل چې ګلکسي اېم۱۲ نومول شوی، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل به پیاوړې بېټرۍ او اګزینوس پروسېسر ولري. سامسُنګ کمپنۍ تر اوسه د دغه ځیرک موبایل د بیې او خرڅلاو ته وړاندې کېدو په اړه څه نه دي ویلي. ګلکسي اېم۱۲ به د سامسُنګ کمپنۍ اګزینوس۸۵۰ ډوله پروسېسر، ۳/۴/۶ ګېګابایټ رم او ۳۲/۶۴/۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې ولري. دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس او ۷۲۰*۱۶۰۰ پکسله ریزلوشن لرونکې مخپاڼه ورکړل شوې ده. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۵ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامره، ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر او ۲ مېګاپکسله مکرو کامره هم پکې شامله ده. مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل یو له مهمو ځانګړنو څخه دا ده، چې ۶۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې له ۱۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي.