کېدای شي دا درته ډېره په زړه پورې نه وي، چې په رهبرانو کې تر ټولو ښه ځانګړنه رښتینولي ده. خلک د هغو رهبرانو پیروي کوي، چې ښه شخصیت ولري. هېڅوک نه غواړي چې له بې باوره کس سره اړیکه ولري؛ خو مخکې له دې چې د نورو له شخصیتي ځانګړنو سره سروکار ولرو، باید هره ورځ له ځان سره حساب وکړو. که ونه توانېدی چې پر ځان باور وکړی، موخو ته په رسېدو به هم بریالي نه شی. ښه شخصیت لرل او رښتیني اوسېدل په هر ځای کې د هر کار لپاره ضروري دي. که دا ځانګړنه ونه لری، ژوند مو داسې مانا لري، لکه د خوړ تېږې چې صیقل کوی.
ډېری کسان پر خپلو وړتیاوو باور لري، خو شخصیت ته چندانې ارزښت نه ورکوي. دغه کمزوري د ظرفیت او وړتیا له امله نه ده، بلکې د شخصي نواقصو له امله رامنځ ته کېږي. هڅه وکړئ چې د وړتیاوو له پياوړي کولو سره سره مو شخصیت هم جوړ کړئ.