د همدې میاشتې په پیل کې شیاومي کمپنۍ خپل مي۱۱ ځیرک موبایل معرفي کړ، خو اوس دغه کمپنۍ غواړي د دغه ځیرک موبایل تر دې هم پیاوړې بڼه چې مي۱۱ الټرا نومول شوې ده، خرڅلاو ته وړاندې کړي. دغه ځیرک موبایل به ۶٫۸ انچه قات شوې اولېډ ډوله او کواډ اېچ ډي ریزلوشن لرونکې مخپاڼه ولري چې له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل به د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر سره خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې ډېر مختلف ډیزاین او کامرې لري. د معلوماتو پر بنسټ، دغه ځیرک موبایل به شاتنۍ برخه کې ۵۰ مېګاپکسله اصلي، ۴۸ مېګاپکسله وایډ اېنګل او ۴۸ مېګاپکسله پرېسکوپ ټېلېفوټو زوم کامرې ولري. دغه کامرې به تر x۱۲۰ پورې د زوم وړتیا هم ولري. شیاومي مي۱۱ الټرا شاتنۍ برخه کې یوه ډېره کوچنۍ اضافي مخپاڼه هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه او خرڅلاو ته د وړاندې کېدو نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.