که غواړی په راتلونکي کې یو بریالی شخص او د نورو لپاره یوه ایډیال و اوسی، نو یوه لاره شته چې تاسو دې موخې ته رسوي. په خپلو وړتیاوو پانګونه وکړئ او ځان هغه ځای ته ورسوئ څو مو خپل ځان او نورو ته خیر ورسېږي. شخصي پرمختګ د شخصي مهارتونو او وړتیاوو ارزولو لپاره یوه لار ده. که د ځان لپاره اهداف ولری او د لاسته راوړلو لپاره يې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړئ، نو تاسو به د شخصي پرمختګ په سمه لار حرکت کړی وي.
شخصي پرمختګ پر ځان باور او د مهارتونو د زده کړې په څېر یو څه دي، چې کولی شی په ژوند کې غوره پرېکړې وکړی او ښه ژوند جوړ کړی. د شخصي پرمختګ سفر د یو څو پوښتنو په کولو سره پيلیږي. په دې لیکنه کې د شخصي پرمختګ په اړه ځینو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي.
۱- په څه ډول ځای کې کار کوم او د نورو لپاره څه کولی شم؟
کله مو دې ته فکر کړی چې نور له تاسو سره په یوه کار کې مرسته کوي او دغه مرسته څومره تاسو ته خوشحالي درکوي، یانې کله چې نور له موږ سره مرسته کوي، موږ سره هم همدا فکر پیدا کیږي چې زه هم باید په ځینو کارونو که د مقابل لوري لاسنیوی او د ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړم.
مرسته یو له هغو اقداماتو څخه ده چې موږ د شخصي پرمختګ په لاره کې ورته اړتیا لرو. موږ باید تل له ځان وپوښتو چې په کومو برخو کې له نورو سره مرسته کولی شو. هر وخت چې موږ په ځینو برخو کې له نورو سره مرسته کوو؛ دا وخت موږ وده کوو او په هغه برخه کې ډېر څه لاسته راوړو. نو د شخصي پرمختګ لپاره د نورو مرستې ته په کمه سترګه مه ګورئ.
۲- له سختۍ پرته بریا ته رسېدی شو؟
هوښیار خلک بریا ته د رسېدو لپاره په خپلو وړتیاوو کار کوي، دوی د ښو کارونو په تر سره کولو سره پر خپل ځان ویاړي او که کومه تېروتنه وکړي، په خپل ځان نیوکه هم کوي. موږ نشو کولی له سختۍ او ستړیا پرته بریالیتوب تر لاسه کړو. نو که موږ غواړو شخصي وده او پرمختګ تر لاسه کړو، باید رښتینې هڅه وکړو او په دوامداره توګه د پرمختګ پروسه وڅارو.
۳- په ژوند کې مهم ارزښتونه کوم دي؟
په شخصي ارزښتونو کې داسې ځانګړنې شاملې دي چې له موږ سره په مهمو او حساسو پرېکړو کې مرسته کوي. موږ هغه وخت د ډاډ احساس کوو کله چې زموږ پرېکړې او عمل د ارزښتونو پر اساس وي. نو که موږ شخصي پرمختګ غواړو، باید خپل ارزښتونه په دقت سره وټاکو او د دې ارزښتونو پر اساس مخکې لاړ شو.
۴- زما په ژوند کې تر تولو مهم شی څه دي؟
موږ ټول غواړو په ژوند کې یو څه تر لاسه کړو، خو یوه غوښتنه مو د نورو په پرتله ډېره مهمه ده، دا غوښتنه کیدای شي مادي او یا هم معنوي وي.
۵- ایا د یوه څه لاسته راوړلو لپاره سخت کار کولو ته چمتو یو؟
په ژوند کې د هر څه لاسته رواړل د هڅې او پرې د تمرکز پایله ده. ځینې وخت له یوې ستونزې سره مخ کیږو او درانه کارونه را باندې ډېرېږي، خو غیرت باید ونه بایلو او د خپلې بریا لپاره خپلې هڅې ته ادامه ورکړو. که غواړو چې بریا تر لاسه کړو، باید سخت حالتونه وزغمو.
۶- د ګیلاس ډک لوري ته هم پام کوی؟
په ژوند کې ډېر کله له لوړو ژورو سره مخ کیږو. دا سمه ده چې سختې او ترخې شېبې موږ یو ډول ناراحته کوي او کله کله په ځینو وختونو کې موږ غوسه کیږو هم، خو دا هم امکان لري چې له دې حالت څخه ځان وژغورو او خپل فکر سم لوري ته برابر کړو. هر کله چې له سختیو سره مخ کیږو، باید له ځانه دا هم وپوښتو چې د روښنايي لپاره یوه کړکۍ حتمن شته.
۷- د ژوند کولو لپاره زما دلیل څه دی؟
د یوه مانا لرونکي ژوند لپاره یو دلیل حتمن شته، د المان د ارواپوهنې يوه ډاکټر ویکتور فرانکل ویلي، بریا هغه وخت ستاسو ژوند ته راځي کله چې خپله وړتیا پياوړې او د تر لاسه کولو هڅه یې وکړی. پورته جمله څو ځلې ولولئ. بې ارزښته یې مه ګڼئ، تاسو باید خپل ژوند دومره پراخ کړئ څومره مو چې زړه غواړي او ټولې هغه خوښۍ لاسته راوړئ چې تاسو یې تر لاسه کول غواړی.
۸- د خپل پلان مطابق به په راتلونکو پنځو کلونو کې زه د نړۍ په کومه څنډه کې وم؟
که غواړی چې د خپل راتلونکي لپاره یو ښه لیدلوری ولری، د بېلګې په ډول، په راتلونکو پنځو کلونو کې به زه چیرې وم؟ دا باید وګورو چې اوسمهال په کوم ځای کې یو، زموږ ورځني کارونه کوم دي او پر ژوند مو څه اغیز لري. زموږ اوسني ورځني فعالیتونه په راتلونکي کې زموږ پر ژوند مستقیم اغېز لري. ایا په کوم لوري چې اوس روان یو، موږ خپلو هغو هیلو ته رسوي چې په راتلونکي کې یې غواړو؟
دا باید له ځان سره مشخصه کړئ او ښه باوري شئ چې ستاسې ننني فعالیتونه سبا تاسې خپلو موخو ته رسوي. که داسې نه وي، هسې به مو وخت او انرژي مصرف کړي وي.