ګلکسي اې لړۍ د سامسُنګ کمپنۍ غوره ځانګړنې او مناسبه بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو لړۍ ده، چې تېر کال د دې لړۍ ګلکسي اې۵۱ او ګلکسي اې۷۱ د کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شول. اوس سامسُنګ کمپنۍ غواړي د دې لړۍ نوي او پرمختللي ځیرک موبایلونه ګلکسي اې۵۲ او ګلکسي اې۷۲ خرڅلاو ته وړاندې کړي. له دې وړاندې یوازې د سامسُنګ کمپنۍ ګران بیه ځیرک موبایلونه له لوړ ریفرېش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا درلوده، خو اوس یوې باوري سرچینې ادعا کړې چې دغه ځانګړنه به ګلکسي اې۵۲ او اې۷۲ کې هم وړاندې شي. افشا شوي معلومات ښيي چې ګلکسي اې۵۲ ۵جي به په شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ولري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي، ۱۲ مېګاپکسله الټرا واید اېنګل، ۵ مېګاپکسله ډېپت او ۵ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. دغه ځیرک موبایل به ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ولري چې له ۲۵ واټ چټک چارج څخه به هم ملاتړ وکړي. د ګلکسي اې۷۲ په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې ۶٫۷ انچه ستره مخپاڼه به ولري.