که څه هم هواوې کمپنۍ د امریکا د بندیزونو له امله له سختو ستونزو سره مخ ده، خو پر دې سربېره دغه کمپنۍ غواړي خپل نوي پیاوړي ځیرک موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړي. هواوې کمپنۍ هر کال د مارچ په میاشت کې خپل د پي لړۍ ځیرک موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کوي او اوس د معلوماتو افشا کوونکې باوري سرچینې ادعا کړې، چې د پي۵۰ لړۍ ځیرک موبایلونه کېدای شي د مارچ له ۲۶مې تر ۲۸مې کاروونکو ته معرفي شي. د معلوماتو پر بنسټ، هواوې کمپنۍ به د پي۵۰ لړۍ درې ځیرک موبایلونه چې مختلف پروسېسر به ولري، معرفي کړي. پي۵۰ به کېرن۹۰۰۰ ای پروسېسر او پي۵۰ پرو او پي۵۰ پرو پلس به کېرن۹۰۰۰ پروسېسر سره خرڅلاو ته وړاندې شي. د دغو ځیرکو موبایلونو ډیزاین، بیې او نورو ځانګړنو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې پي۵۰ به ۶٫۶ او پي۵۰ پرو به ۶٫۷ انچه مخپاڼه ولري او له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه به هم ملاتړ وکړي.