زموږ خصوصي، کورنی، ټولنیز او کاري ژوند د ځینو ځانګړو قواعدو درلودونکی دی، چې ډېر زیات «باید» او «نه باید» پکې شامل دي. که د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې دواړو (باید او نه باید) ته درناوی وکړو، نو هغه ده چې د بریا او پرمختګ شاهدان به اوسو. ځینو ته دغه باید او نه باید یوه عادي او بې ارزښته مسئله ښکاري چې په پایله کې یې په خصوصي، کورني، ټولنیز او کاري ژوند کې د ځینو ستونزو لامل کېږي. د ژوند ټولې چارې چې تاسو ورسره سروکار لری، د همدې باید او نه باید اړوندېږي. ان کوم ګرځنده موبایل چې تاسو لری، ځینې باید او نه باید لري. د بېلګې په توګه، باید بېټرۍ یې چارج کړئ، څو له موبایل څخه ګټه واخلی؛ خو نه باید بدل چارجر وکاروئ، ځکه چې موبایل ته مو زیان رسوي. دغه باید او نه باید زموږ په ژوند کې دومره مهم رول لري، چې ان زموږ د ناروغۍ او مړینې لامل هم کېدای شي. باید او نه باید، زموږ د ژوند د هر اړخ اړوندېږي او سروکار ورسره لري.