هک کېدل په نړۍ کې یوه عامه او هره ورځ مخ په زیاتېدو ستونزه ده.
تاسې هم له دې ستونزې څخه حتماً ځان مستثنا نه ګڼی، ځکه ټکنالوژي دومره پياوړې شوې چې له ډېرو تدابیرو سره بیا هم یو څوک ستاسې انټرنېټي ادرسونه هک کولای شي.
د هک کېدو زیانونه کم نه دي، تر ټولو مهم یې دا دی چې هکر ستاسې ټول شخصي او محرم معلومات ترلاسه کولای شي. مثلاً، شخصي عکسونه، د بانکي حسابونو پاسورډونه او مهم فایلونه.
دا چې له هکرانو هېڅوک ځان سل فیصده خوندي نه شي ګڼلی، غوره ده چې پوه شو چې له هک کېدو وروسته باید څه وکړو؟ دلته درته له هک کېدو څخه وروسته د اړینو تدابیرو سپارښتنې کوو:
ولې هک شوی؟
په لومړي قدم کې باید پوه شی چې ولې هک شوی. دا پوښتنه مو حتماً د هک کېدو په دلایلو پوهوي، ځکه هېڅوک بې دوسته او بې دښمنه نه دی او هرڅوک خپل دوست او دښمن په ډېرې اسانۍ سره پېژندلی شي.
پاسورډونه مو بدل کړئ!
په یوه ټولنیزه شبکه، وېبسایټ یا بله برخه کې له هک کېدو وروسته خپل ټول اړوند پاسورډونه بدل کړئ، ځکه تاسې له انټرنېټي برید سره مخ یاست. هره شېبه امکان شته چې نور بریدونه هم درباندې وشي، نو ښه ده چې د دفع کولو لپاره یې لاس په کار شی.
له هک کېدو پرته هم باید په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل خپل انټرنېټي، بانکي او نور پاسورډونه بدل کړی.
د ټلیفون سیسټم مو سکن کړئ
له هک کېدو وروسته ژر تر ژره خپل ټلیفون او کمپیوټر سکن کړئ او د نورو احتمالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وکړئ.
خپل اکونټونه بېرته ورغوئ
که تاسې ګوګل، اېپل، فېسبوک، ټوېټر یا مایکروسافټ کاروی، کولای شی چې خپل اکونټونه بېرته ترلاسه او ورغوئ. دا شبکې په دې برخه کې خپلو کاروونکو ته ځینې فرصتونه ورکوي او ځینې پوښتنې ترې کوي چې دوی یې په سم ځوابولو سره بېرته خپل اکونټونه ترلاسه کولای شي.
پوه شئ چې د پیسو او نورو ګټو مسئله ده
د پیسو او ګټو مسئله نن سبا په هرڅه کې مهم رول لري. د بېلګې په ډول: که تاسې له بانک نه راووځی، پیسې درسره وي او څوک (غل) برید درباندې کوي، حتماً مو ذهن ته دا درځي چې د پیسو په لوټلو پسې درغلی.
د اکونټونو هک کېدل مو هم له دې مسئلې سره حتماً یو ډول تړاو لري. له پیسو پرته نورې ګټې هم کېدای شي مطرح وي. ممکن یو څوک ستاسې د شخصیت پرمختګ نه شي زغملی، ځکه مو اکونټ هک کوي.
له انټي ویروس نه کار واخلئ
د اکونټونو له هک کېدو وروسته یو بل اړین کار دا دی چې خپل ټلیفون او کمپیوټر ته انټي ویروس واچوی او یا یې تازه کړی. ځینې خلک فکرکوي چې که یو ځل یې انټي ویروس په ټلیفون او کمپیوټر کې فعال کړ، ټول عمر به خوندي وي. خو داسې نه ده، د یوې مودې له تېرېدو سره باید خپل انټي ویروس تازه کړی.
د اکونټ هک کېدل مو اعلان کړئ
د اکونټ له هک کېدو وروسته مو ژر تر ژره دوستان خبر کړی چې د اکونټ هک کېدل مو اعلان کړي.
که داسې ونه شي، امکان شته چې هکران مو له اکونټونو څخه غلطه استفاده وکړي او په جنجال مو واړوي.