موټرولا کمپنۍ خپل د جي لړۍ دوه نوي ارزان بیه ځیرک موبایلونه معرفي کوي. دغه ځیرک موبایلونه موټو جي۱۰ او موټو جي۳۰ نومول شوي دي. دغه ځیرک موبایلونه له ځینو بدلونونو سره تر ډېره سره ورته ځانګړنې لري. دغو دواړو ځیرکو موبایلونو کې ۶٫۵ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده او راتلونکو اونیو کې به تر ټولو وړاندې اروپايي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.
موټو جي۳۰
د جي۳۰ مخپاڼه له ۹۰ هرټز ریفرېش رېټ څخه ملاتړ کوي، چې جي۱۰ کې بیا دغه مهمه ځانګړنه نه ده ورکړل شوې. دغه ځیرک موبایل به سنپ ډراګن۶۶۲ ډوله پروسېسر، ۴/۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري.
شاتنۍ برخه کې ۴ کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۱۳ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري.
موټو جي۱۰
دغه ځیرک موبایل سنپ ډراګن۴۶۰ ډوله پروسېسر، ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴/۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. د موټو جي۱۰ بیه ۱۵۰ یورو او د موټو جي۳۰ بیه ۱۸۰ یورو ټاکل شوې ده.